Geo news

Saturday 29 June 2013

Sheikh Milli

شېخ ملی جلی و که خفی؟
ډاکټر چراغ حسېن شاه

خپرؤنو نېټه: 24 اپرېل 2012

د دې سر خط لاندې به مونږ په څلور رواهمو موضوعاتو باندې بحث کؤو۔

۱۔ د شېخ ملی رح د وېش تاريخي پس منظر۔

۲۔ د شېخ ملی رح د تصنيفاتو ذکر، چه ايا دا وېش تحريری شيکل کښې وو، او که زبانی؟

۳۔ د شېخ ملی رح اخري ارامګاه۔

۴۔ د شېخ ملی رح بابا د مهر قيصه۔

د وېش تاريخی پس منظر

شېخ ملی رح په اصل نوم ئې بعضې تواريخو کښې يوسف بن آدم او نورو کښې علی ابن پيرک چارسده اکازئ ياد شوې دې۔ د يوسفزئ قام روحانی او سياسی مشر نه علاوه د زمکو د بندوبست هم ماهر وو۔ چه په ۹۲۰ هجری يا ۱۵۱۴ء کښې ئې د پېښور نه تر سوات پورې ټول ملک په مندڼو، لغمانو، ننګرهارو، اکوزو، عيسا زو، خليلو، موهمندو، محمدزو، او يوسف زيو باندې د سر شمېر په لحاظ تقسيم کړو۔ دا د زمکو تقسيم کار او دې سره تړلی قوانين روستو د شېخ خلی په وېش مشهور شو۔
اخوند دروېزه رح د دې وېښ ذکر داسې کوي:

(يوسفزو چه د سوات مملکت اونيوو، شېخ ملی رح دا مصلحت اوليدو چه په ټول اولس واړه لوئې نر ښځې حساب کاندي او په دغه صورت سوات په دوئي تقسيم کړي۔ اکوزي د يوسفزو سره شپږ زره شول۔ مندڼ هم دولس زره شول۔ مګر ننګرهاری، لغمانی او کابلی چه دوئي سره وو، ورسره ئې حساب کړو۔)

د وېښ طريقه

هر دولس کاله پس به دا وېښ په خپلو کښې د پچې (قرع اندازي) په ذريعه کېدو۔ د کومې قبيلې به چه د کومې ابادې، غېر ابادې، آبی، باراني، يا غرئيزې زمکې پچه اووته، هغه قبيله به په کډه هغه زمکې له دولس کاله د پاره تلله۔ د وېښ دې قوانينو باندې تر ۱۸۷۰ء د بندوبست راسې عمل کېدو۔ دې نه پس څوک چه په موقع قابض وو، هغو پسې حکومت د ملکيت انتقالونه پاخه اوخېژول۔

د وېښ د تاريخ لوستو نه پس داسې معلومېږي چه د وېښ طريقه اول اول په ارمړو کښې مروجه وه۔ څه وخت چه هغوئي محمود غزنوي د سومنات د فتح کېدو نه پس په برک نامه (کانيګرم، وزيرستان) کښې اباد کړل۔ د استاد اسلانوف تحقيق دا دې:

ښکاره ده چه وېش په هغه قوم کښې مراعات شوی وو چه بايزيد هغه ته منسوب وو۔ يعنی ارمړی۔ او دا احتمال قوی دې، چه روښانيانو په جدی توګه د دغه عادت عمل کېدل په نورو کښې هم غوښتل۔

چه کله پښتنو د کوچياتی او ښکاری ژوند پرېښودو او محمد غوري دوئي په موجوده پښتونخواه علاقه کښې اباد کړل، نو دغه د وېښ طريقه دوئي کښې د يوولسمې عيسوی پېړئ نه راپه دې پلو رواج وه۔ د پښتو قلمی کتاب (تذکرة الملوک) يو عبارت د دې خبرې تائيد کوي۔ دا کتاب برټش ميوزيم (British Museum) کښې پروت دې۔ دا کتاب ليکی چه:

يواځې په يوولسم قرن کښې پښتنو شروع اوکړه چه د هېشن شی او د کورونو تبديلی او د زمکو وېښ دا هغه عادت دې چه د هماغې انتقالی دوری د سر، او د هيشن توب دا ابتدا نه راشروع شوې دې۔

د زمکو د يو بل سره د خپلو کښې د بدلېدو دا نېټه د وخت د تېرېدو سره کمېده۔ د دولسو (۱۲) نه لسو (۱۰)، پينځو، او بيا په اخره درې کالو ته راغله۔ ناروی مارګنټرن (۱۹۲۹ء) ته د دير د قيام په موقع خپل يو کوربه اووې:

چه زه د خپلې کورنئ او کليوالو سره په هرو لسو کالو کښې بل نوی کلي ته کوچ کوم۔ او په هرو پينځو کالونو کښې زمکې سره بدلوو۔

د دولسو کالو د ملکيت يا د اوس هم د قبضه مخالفانه د قانون په شکل کښې د دولسو کالو د مودې تعين په صورت کښې نن هم پاتې دې۔

د هندوستان د پښتنو باچاهانو په وخت کښې هم د موروثی جاګيردار او د کاشتکار رواج نه وو۔ بلکه د ملک ټوله زمکه به د رياست ملکيت وه۔ بادشاه به چه چا ته غوښتل د خدمت په صله کښې به ئې ورکړه۔ د دې په عوض کښې به منصب دار ته دا لازم وو، چه په وخت د ضرورت د حکومت فوځ د پاره حسب مراتب سپاهيان ملازم اوساتی۔ دا جاګيرونه به د ټول عمر د پاره نه وو۔ او نه بو موروثی وو۔ بادشاه به چه څه وخت غوښتل، واپس به ئې واخيستل۔ کله نه له به دوه کاله هم نه وو تېر شوی چه بادشاه به دا جاګير واپس واخستو او بل چا ته به ئې ورکړو۔

د دې نظام ځينې ډېر څرګند نقائص وو۔ جاګيردار او کرونده ګر چونکه موروثي به نه وو، د دې پاره به دوئي زمکې سره هغسې خواري، مشقت او خيال نه کولو چه هغه زياته نه زياته اباده او زرخېزه شي۔ پښتونخواه باندې د مرکزي حکومت نيوکه کلکه نه وه۔ دې دا چاره د مرکزي حکومت قوانين هم دلته لاګو نه وو۔ روستو خوشحال خان د خټکو د پاره او قتل خان موسا خېل د مروتو د پاره د وګړو په شمېر د خپل ملک وېښ اوکړو۔ دا وخت دا قبيلې د جاګير دارئ د نظام دور ته ور ننوتې وې۔ دې د پاره دا وېش مستقل او پوخ وېش وو۔ چه نن هم راروان دې۔

بحواله راورټي او د بنوں وزيرستان تاريخ (ګل ايوب سېفي)، راورټي بيان دې:

د خوشحال خان د مشرتوب نه مخکښې د خټکو د هېواد سرحدونه په پوره ډول سره نه وو ټاکل شوي۔ او نه د خلقو برخې د کورينو د شمېر په تناسب معلومې شوی وې۔ خوشحال د خپلې سيمې ټوله زمکه ميچ کړه۔ کتاب ته ئې اورسوله او سرحدونه ئې ټينګ او معلوم کړل۔ او هرې کورنئ ته ئې د وګړو په شمېر برخه ورکړه۔

خوشحال خان چه پشتي جاګيردار وو، د يوسف زيو د وېش طريقه باندې اعتراضونه کړي دي۔ او وائي چه (سوات په بنيادي طور دې د پاره ټاکل شوې وو چه حکمران او بادشاهان دې پکښې عېش و عشرت وکړي۔ او لزت او خوند دې ورنه اخلي۔ د يوسفزيو له خوا حزاب او دشت ورنه جوړ شو۔)

د پښتو د وېښ دا طريقې د ارياؤ، د بنی اسرائيلو، منګولو، يا د نورو قومونه نه ماخوذې نه وې۔ عن په خالص اسلامي هم نه دې۔ ځکه چه هر کله چه يو ښځه د خپل قام نه بهر ته واده شوه نو د هغې حصه به اوسوزېدله۔ ګرچه اسلام کښې د خور لور خپله مستقله حصه ده۔ داسې د سيرئ زمکې وې۔ چه پښتنو وېښ کښې استانه دارو ته ورکړې وې۔ دا به د کل جائېداد د لسمه برخه وه۔ او د دوو (۲) قبيلو مېنځ کښې به وه چه دوئي يو بل سره نه جنګېږي۔ اسلام کښې (خس) يا پينځه برخه د اهل بېتو د پاره مختصه ده۔ لنډه دا چه د وېش دا طريقې پښتنو د خپل خپل تاريخ د کوچی (دهقانی)، زراعتی او د جاګيردارئ د دورونو د ضرورياتو مطابق وضع کړې دې۔
د شېخ ملی رح تصنيفات

شېخ ملی رح ته دوه تصنيفات منسوب دي۔

۱۔ دفتر: چه پکښې د وېش طريقه او قوانين درج دي۔

۲۔ د پښتو تاريخ: د دې دعوې ماخذ د راورټي دا ليک دې چې (د يوسفزيو يو سردار شېخ ملی وو۔ چا چه د هغې طاقتورې قبيلې د سوات او د کابل قطب ته د غرئيزو علاقو د فتح کولو تاريخ اوليکه)۔

څو کاله ما بعد په هجری ۹۰۰ يا ۱۴۹۴ء کښې خان کجو د يوسفزو سردار شو۔ او هغه په حکومت کښې د بنېر او پنجګوره فتح مکمله شوه۔ هغه د دغه واقعاتو بيان اوليکه او هغه ئې د يوسفزئ قبيلې په تاريخ کښې شامل که۔ د هغې د مرزا الغ بېګ لمسی د تېمور په حکومت کښې د کابل نه د رخصتېدلو د زمانې نه د خپل وخت پورې دغه دواړه کتابونه بشپړ دي۔ خو دا قابل حصول نه دي۔ په حاشيه کښې ئې ليکلي دي چې:

دا هغه يو تاريخ دې د کوم نه چه فارسی کتاب تاريخ حافظ رحمت خان په ۱۱۸۴ء کښې مرتبه شوې وو۔

تاريخ رياست سوات مرتبه نصرالله خان نصر صاحب بيان دې: شېخ ملی رح دفتر د نوموړي مستشرق مېجر راورټي ګوتو له ورغې۔ ده په ۱۸۵۵ء کښې د پښتو ګرامر اوليکلو۔ د دې کتاب سريزه کښې د شېخ ملی د دفتر د کتابت تاريخ ۱۴۱۷ء ليکلې دې۔

شېخ ملی رح ته منسوب دې دواړو کتابونو وجود مشکوک دې۔ ځکه چه اول خو راورټی د خپل بيان نه معلومېږي چه ده ته دا کتابونه په لاس نه دي ورغلي۔ بل دا چه (تذکره) او تاريخ حافظ رحمت خان کښې د دې دواړو کتابونو ذکر نيشته۔ د خوشحال خان دې لاندينی شعر نه هم دا جوتېږي چه د شېخ ملی دفتر په ليکلی شوي شکل کښې نه وو۔ بلکه د خلقو په سينو کښې د رواياتو په شکل کښې مخفی يا پټ وو۔ د خوشحال خان شعر دې:

په سوات کښې دي دوه څيزه جلی دی که خفی دي

مخزن د دروېزه دې يا دفتر د شېخ ملی

هم دغسې راورټي ته منسوب د دفتر د کتابت تاريخ هم غلط دې۔ ځکه چه دا وېش شېخ ملی رح په ۱۵۱۴ء کښې کړې دې۔ او ۱۴۱۷ء کښې خو به شېخ ملی رح پېدا هم نه وو۔
د قبر ځائې

د هر پخواني پښتون مشر په شان د شېخ ملی رح د قبر ځائې هم چا ته معلوم نه ده۔ څوک ئې تيراه کښې ښائي۔ څوک ئې په هشتنګر کښې په ګوته کوي۔ د مردان ښار سره نزدې د صوبئ روډ په غاړه هم يو زيارت د ده يادېږي۔ څو کاله مخکښې روشن خان کاکا تقريباَ قطعيت سره دا دعوه اوکړه چه د شېخ ملی رح مزار د نوي کلي انګورو ډهېرئ، قمبر او بلوګرام په مېنځ کښې دې۔ د خان کاکا دا تحقيق د قدروړ دې۔ خو ورسره ليکي چه دا قبر يوازې تنها ځان ته يو ګمنام ځائې کښې په يو پټي کښې پروت دې۔ کچه او خسته حالت کښې دې۔ ورته د تلو راتلو لار نيشته۔ او نه په دې لارې څوک ګزر لري۔

اوس مونږ ګورو چه شېخ ملی نه صرف يو قبائلي مشر او سياسی شخصيت وو، خو ورسره ئې روحاني تقدس او عظمت هم لرلو۔ د حضرت اخوند دروېزه رح په شان سخت مذهبی نقاد او محتسب د ده د زهد او تقوا ستائېنه کوي۔ او دا خبره د ده د لوئې عرفاني مرتبې او د ولايت ثبوت دې۔ پښتانه د يو دنياوي حکمران قبر خو هېرولې شي خو داسې د يو لوئې ولي قبر ورنه نشي خطا کېدې۔ دې فارمولې لاندې د تيراه د ملی خېلو دعوه زياته غوره ښکاري۔
د شېخ ملی رح بابا مهر


د الله بخش يوسفی ليکلی کتاب د يوسفزئ پټهان کښې خان روشن خان چه د شېخ ملی ته منسوب د کوم مهر عکس ورکړې دې، د هغې په باره کښې زما زاتی رائې دا ده چه اګرچه دا څه ناممکنه خبره نه ده چه د شېخ ملی بابا يو مهر درلوده۔ خو سوال دا دې چه ايا دا موندلې مهر واقعی د شېخ ملی مهر دې؟ نو دا مشکوک خبره ده۔ ځکه چه د عکس توری څه دا شان لوستې شی:

روشن خان صاحب د مهر د دې تورو مطلب نه دې ليکلې۔ صرف د يو ټکی چه ملې لوستلې کېږي، نه دا تاثر اخستې دې چه دا د شېخ ملی مهر دې۔ خو د دې مهر د نورو تورو لوست او معنی واضح نه دي۔

خدائې بخښلی عقاب صېب په خپلې يو مقالې (شېخ ملی) کښې د دې مهر د تورو معنه ليکلې وه۔ او چه څو پورې زما ياد دي نو هغوئي ليکلي وو چه دا هندی تورې دي۔ او دا مهر نه دې۔ د هندوانو يو د سرو زرو تعويز دې۔ د اولنی کرښې مطلب خو ئې ما نه هېر دې، خو دوئمه کرښه هغوئي (سوکهه هوی) ارام دې وي لوستلې دې۔ خو افسوس چه هغوئي دا مقاله پښتو اکېډمی والو چاپ نه کړه۔ زما په خيال کښې د اولنئ کرښې توري داسې لوستې شی: هر ديوان ملې۔

هر هندئ کښې د مهاديوجی يا د ويشنو دېوتا نوم دې۔

ديوان هم د هندئ تورې دې۔ چه معنه ئې کچرئ (کچهري) يا د شاهي دربار وزير د غزلو کتاب دې۔

نو د دې تعويز مطلب دې: د ويشنو دېوتا کچهرئ (دربار) دې نصيب شه۔ يعنی روحانی عزت دې نصيب شه، يا په ارام شې۔

والله اعلم بالصواب۔

چاپ: اباسين، پېښور، نومبر ۱۹۸۶ء

0 comments: