Geo news

Saturday 29 June 2013

Abdul Hameed Baba Great Pushto Poet

عبدالحميد بابا
منشي احمد جان
د پښتنو شاعرانو د ژوند کوتاه حالات او د ځائي ځانګي

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005


د پښتو په شاعرانو کښ عبد الحميد ښه شاعر تير شوي دې. وائي چه د عبد الرحمان بابا دعا رنګ کړې وۀ. څکه چه دې د هغه په آخره عمر کښ وۀ. او ړومبې کښ چه د ده عزلي د عبدالرحمان بابا تر غوږ شوې نو دې ئي را وغوښته او چه د ده عاجزي او خاکساري ئې وليده نو ډير ئي خوښ شه او ډيره ډيره دعا يې ورته وکړه او خدائي ته ئې سوال وکړه چه د ده شعرونه دې په هر چا خواږه لګي او يو شاعر دې هم ترې نه برکېږي. رښتيا د چه تر اوسه پورې د پښتو يو شاعر د نه نۀ دې زيات شوې.

عبد الحميد درې کتابونه جوړ کړي دي؛ تيرنګ عشق، شاه ګدا، او در مرجان. شعرونه ئي ټول اخلاقي دي او داسې ترې معلومېږي چه دنيا پورې ئې زړه نه تړلو. او صوفيانه رنګ کښ دې دا خاصيت په ټولو مسلمانانو شاعرانو کښ شته دې.

عبدالحميد هم د عبدالرحمان بابا په شان موهمند وؤ خو قامونه ئې بيل بيل وؤ. دې د ګدريزو موهمندو په يو وړوکي غوند کلي ماشو خيلو کښ پيدا شوي وۀ او سوچه پښتون وۀ. د پيدا کيدو تاريخ ئې هسې په اندازه داسې معلومېږي چه د ديارلسمې صدئي په آخره پنځوسو کالو کښ پيدا شوې وۀ. وائي چه عبدالحميد لوئ عالم هم وه. د ګېر چاپېر علاقې طالبان به ورسره ډيره وؤ. يو سم دم مسلمان وۀ. ډيرې اګړې ډګړې ئې نه وې زده. دۀ ته خلق د پښتو سعدي وائي. د فارسي لويو لويو شاعران ورته د شعر په سر شاباشي ور کړې دي. داسې داسې شعرونه ئې ويلې دي چه د ورګي نه ئې روګ ايستلي دي.

د عبدالحميد د مرګ تاريخ هم په ښه شان سره نه دې معلوم ليکن د هغه د کلي خلق وائي چې څه په 1732ء کښ وفات شوې دې. د هغه نؤسو کړوسو نه دا پته لګي چه له هغه وخت نه تر دې وخت پورې شپږ (6) اوۀ (7) پېړي تيرې شوي دي.

د عبدالحميد قبر د هغه د کلي سړو ته تر اوسه پورې معلوم دې. اولاد ئې تر اوسه څه په ماشو خيلو کښ دي او څه په نورو کلو کښ ښور شوي دي.

کور ئې چه دې په کښ په کښ پيدا شوې، لوئ شوې او مړشوې لوټې لوټې او ويران ويجاړ پروت دې.

د عبداللحميد ژوند باره کښ دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده

0 comments: