Geo news

Saturday 29 June 2013

Rahman Baba

عبدالرحمان بابا
منشي احمد جان د پيښور
د پښتنو شاعرانو د ژوند کوتاه حالات او د ځائي ځانګي

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005


پاڼه 1
پاڼه 2

پاڼه 3
پاڼه 4



عبدالرحمان بابا په پښتنو شاعرانو کښ ټولو نه زيات مشهور او غوره شاعر دې. د دۀ په شعرونو کښ د نورو مسلمانانو شاعرانو د شعرونو په شان مژهبي او اخلاقي رنګ دې. او مضمون ئې اکثر د حقيقي عشق دې. چه صوفيانه رنګ ئې آخستې دې. ولې په بيان کښ ئې داسې جوش او ساده توب دې چه د فارسي د شاعرانو په غټو غټو الفاظو کښ او د ګل بلبل په قيصو کښ نيشته. دې د پښتو حافظ شيرازي دې.

عبدالرحمان غوريا خيل مهمند وۀ او هزارخانئي کښ اوسيدۀ چه د مهمندو په تپه کښ يو کلې دې. او پېښور د پنځو حصو نه يوه حصه ده.

عبدالرحمان ډير عالم وۀ ولې د فقيري په ډول ئې عمر تيرولو. په دنيا باندې ئې څه غرض نۀ کولو او د خالق پاک سره ئې سروکار وۀ. خلقو سره ئې بې له کلي کلوئي او د غم ښادئي د راشه درشه نه بل څه کار نۀ وۀ. وائي چه د باجې سره ئې د نعتونو او د غزلو اوريدو ډير شوق وۀ.

او دا خبره چشتيانو کښ اکثر ښکاري. څه موده پس چه خداي ورته د شاعري نعمت ورکړ نو دنيا نه ئې بالکل څان ونغښتۀ او چرې چه څوک دوست د دۀ ليدو ته تلې دې نو دې ئې په ژړا ليدلې دې. د تل اوښکو بيولو په وجه ئې مخ ژوبل شوې وۀ. د عبدالرحمان دي ګوټ نيوو د مليانو د خولې برغولي لري کړ او کافر او ملحد ئې ورته وو. دې به جماعت ته د جمع نمانځه د پاره له ګوټ نۀ راوتۀ. او دا مليانو ته د شرع نه مخالفه ښکاريده. آخر د څنو راسې مليانو په پوهولو سره چه لوکوټي د ارت زړه خاوندان وو او ډيره بدنيتي په کښ نۀ وه جماعت ته تلۀ راتلۀ او نمونځ اودس ئې لکه د نورو راواخستۀ. په دې شان سره په خپله خوښه يا له ناکام ئې خلقو سره څه قدر ګډون راغلې.

عبدالرحمان بابا چه به بيتونه ليکل نو د هغو نقلونه به ئې خپلو راسې دوستانو ته ورکول چه يو بل ئې نۀ پېژندۀ او هغو به دې د پاره د يو کتاب په شکل کښ ډير په پام جمع کول چه د رحمان بابا له مرګ پس به ئې راوباسي. لکه چه دا خبره د هغۀ د مرګ نه پس معلومه شوه او دا هم څرګنده شوه چه ځنو دوستانو ئې د خپل جمع کړي کتاب غټولو د پاره په کښ نور نور غلط ملط اخطا خطا شعرونه وليکل او کس ئې پر د عبدالرحمان بابا واچولو او دغه سې د عبدالرحمان بابا د غزلونو دوه کتابونه جوړ شول چه ړونبي او روستي نوم پرې کيښوې شۀ. ولې خداي به د هغه عزت او پړده ساتله. دا ټکي توري د هغه يو څو دوستانو ډير خاصه ؤ کښ وو معلومه کړه چه هغو ته د رحمان بابا يو څو غزلې يادې وې يا ئې پيژندې. هغو دوستانو د هغه اصلي شعرونه راچونړ کړل او يو ديوان ئې ترې جوړ کړ چه تر اوسه پورې پيړو په پيړو راغلي دي. بيا هم په اکثرو نقلونو کښ ډير فرق دې يعني په ځنو غزلو کښ يو نيم شعر زيات يا کم دې يا ځنو نقلونو کښ هغه غزلونه دي چه نورو کښ نيشته.

ځنې بيانونو نه معلومېږي چه عبدالرحمان د خوشحال خان په زمانه کښ تير شوې دې. او وائي چه يو دوه ځلې د دوئي بحثونه هم شوي وو. ولې دا خبره عقل نه مني. دا به وي چه عبدالرحمان د هغه بهادر سردار يعني خوشحال خان په آخر عمر کښ وۀ سهي خو دې لا هلک وۀ. دا خبره لا اړخ لګوي چه دې به د افضل خان په زمانه کښ وۀ چه د خوشحال خان نمسې او د هغۀ په ګدې ناست وۀ او تاريخ مرصع او نور ښه ښه کتابونه ئې جوړ کړي دي. او د هغه خبرې د غلط والي ثبوت دا دې چه د ګل خان او جمال خان په افسوس ناک مرګ باندې عبدالرحمان او حميد لوې لوې نوحې ليکلي دي او دا واقعه په 1123هجري کښ شوې ده چه هغه وخت د خوشحال خان د مرګ پينځه ويشت کال شوي وو. او دا خبره هم غلطه ده چه د دوئي دواړه سره شعربازي او بحثونه شوي وو. ځکه چه د دوئي دواړه هم څنګ نۀ وو. عبدالرحمان يو فقير د کوټکئ سړې وۀ. چه دنيا ته ئې شا کړې وه او خوشحال خان د يو قام سردار او دنيادار شاعر وۀ.

نـــه شــي د خــانـانو د ملنــګو سره کـلي
چرته عزيز خان چرته ملنګ عبدالرحمان

د عبدالرحمان د لور د طرف اولاد تر نن ورځې پورې يو وړوکي غوندې کلي کښ شته دې چه د هغې نوم بهادر کلي دې (يعني د بهادرانو کلې) ليکن د زوئې د طرف پښت ئې خلاص شوې دې. د عبدالرحمان بابا قبر تر اوسه پورې د دې کلي په اديره کښ موجود دې.

د عبدالرحمان بابا ژوند باره کښ دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده