Geo news

Saturday 29 June 2013

KaKa Jee Sanobar Hussain Mohmand

کاکا جى صنوبر حسين مومند
مفلس دراني

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005

کاکاجى صنوبر حسين دبرصغير دازادۍ د وړومبى صف دمبارزو نه ؤ هغه نۀ يوازې په ژبه او قلم دازادۍ په جنګ کښې حصه اخستې وه بلکې ددې دپاره ئې په عملى توګه هم جدوجهد کړے ؤ او دغه وجه وه چې دانګريزانو دسترګو ازغے ؤ نو ځکه هغه هم لکه دترنګزو دحاجى صيب ډير ژوند په ازاده قبائلى علاقه کښې تير کړے ؤ

کاکاجى سره زما ملاقات او پيژندګلو يو اتفاقى او حادثاتى عمل ؤ په ١٩٤٨ کښې ما دپنجاب يونيورسټۍ نه دميټرک پاس کولو نه س په اتمانزو کښې يوه منډۍ کښې منشى وم په دغه وخت کښې اتمانزى نه يوازې دسياسى هلو ځلو مرکز ؤ بلکې يوه لويه دګوړې تجارتى منډۍ هم وه. او ددې ځايه به دسندهـ نه علاوه مشرقى پاکستان ته ګوړه ليږلے شوه. چونکې دغه زمانه کښې تعليم کم ؤ او دمنډۍ منشى ته به يوه معقوله تنخوا يعنې سل روپۍ مياشت ميلاويدله، چې شايددنن دلسو زرو روپو نه هم ډيرې وې. نو ځکه دهر تعليم يافته به دا کوشش ؤچې چرته دګړې منډۍ کښې منشى شى کاکاجى دپاکستان دجوړيدو نه پس واپس راغے نو يوه پښتو رساله دخپل ملګرى اسلم سنجرى په ياد کښې ويستو اراده وکړه چونکې ما په ازاد سکول اتمانزو کښې اووم جماعت پورې سبق وئيلې او زمونږ اکثر استادان دادبى ذوق خاوندان وؤ چې پکښې ماسټر کريم، عبد الرحمان غريب، فضل محمود مخفى صيب اوګڼ نور شامل وؤ دغه رساله به په اتمانزو کښې دډاکټر خانصيب (تير وزير اعلى) کمپوډر بهائى جان له چې په اتمانزو بازار کښې ئې دډاکټرۍ دوکان کړے ؤ له راتله مابه کله کله دغه رساله لوستله يو ځل ددغې مجلې په ټائټل پيج باندې دخدائى بخښلى رضا مومندى يو نظم (لوږه) چاپ شوے ؤ نظم زما ډير خوښ شو نو کاکاجى ته ددې مجلې ايډيټر ؤ يو تفصيلى خط وليکلو

يو مازيګر زۀ دګوړې منډۍ کښې ناست وم چې دښکلى او ښائسته شخصيت دپوخ عمر يو سړے چې په سر ئې ددروزې کلاه باندې شنه لونګۍ او مئى وريژې ږيره دخامتا جامې اغوستې منډۍ ته راننوتلو دچانه ئې تپوس وکړه هغه ماته رانزدې شو وې منشى صيب ! مفلس درانى څوک دے؟ ماهغه ته په حيرانتيا وکتل (( زۀ يم)) ماجواب ورکړه. هغه ډير حيران شو ((تۀ مفلس درانى!)) هوزۀ مفلس درانى يم، ولې تاسو څوک يئ؟ زۀ صنوبر حسين يم داسلم مجلې چلوونکے! هغه جواب راکړه زما خو خيال ؤ چې تۀ به پوخ عمر سړې ئې تۀ خو اومه خُله هلک ئې خوهغه شناخت! کاکاجى په حيرانتيا جواب راکړه. څنګه چې زۀ حيران وم دغسې هغه هم حيران او هم پريشان ؤ بيا شپه ئې ماسره رځړو کښې وکړله. کۀ چابه تپوس وکړه چې دا څوک دې مابه ورته وئيل چې دامې دوالد صيب دوست دے دهغه دمرګ نه خبر شويدے راغلے دے او دغسې زما او دکاکاجى ترمرګه تعلق قايم ؤ چې زۀ ائير فورس ته لاړم نو چې کله به په چوټۍ راغلم نو کاکاجى له به ورتلم يو ځل چې زۀ ورغلم نو حمزه بابا او سمندر صيب ډبګرۍ کښې يو هوټل کښې په کمره کښې ناست ؤ کاکاجى چې هغوى سره زما تعارف وکړه نو بيا هغوى دڅه اورولو فرمائش وکړو. دغه وخت ماسره دا غزل ؤ چې مطلع ئې څه داسې وه

څيرې ګريوان زړۀ ناقلار مزه کا

مينه کښې هر وخت انتظار مزه کا

خو چې ما دا شعر ووې چې

دکټ پوزى مرګ ته هم مرګ وائې تۀ

مرګ خو په سر باندې ددار مزه کا نو حمزه بابا او سمندر صيب په بړق بړق وخاندل وې صنوبره! دې خو دې هم بيا په خپل رنګ کښې رنګ کړيدے. هم دکاکاجى په وينا مونږ په ١٩٤٩ يا ١٩٥٠ کښې د ((اولسى ادبى ټولنې)) په نوم په رځړو کښې يوه جرګه جوړه کړه چې مفلس درانى ئې صدر رضى الدين سيلاب ئې سکتر او په ممبرانو کښې ئې حکيم محمد شعيب ، سيد معطر شاه ګيلانى، فريد الله خان، وريد خان شاهين ګڼ نور کسان شامل وؤ ددې به باقاعده تنقيدى اجلاسونه کيدل خو بيا زۀ دکاروبار په سلسله کښې ايبټ اباد ته لاړم نو تر ډيرې مودې دې جرګې کار کولو

کاکاجى يو ډير خوددار انسان ؤ ټول ژوند ئې په سختۍ کښې تير کړې ؤ خو دچا احسان اخستلو ته تيار نۀ ؤ هغه ټول عمر وادۀ نۀ ؤ کړے زۀ په ١٩٥٢ کښې ائير فورس ته لاړم خو بيا به هم چې زۀ به کله په چوټۍ راغلم نو کاکاجى سره به مې ملاقات کولو هغوى سره زما اخرى ملاقات دافضل بنګش په بالاخانه خيبر بازار کښې شوے ؤ هغه سخت ناجوړه ؤ او دپښتون قوم نه سخت ګيله من ؤ ماته دا اعزاز حاصل دے چې کاکاجى زما دبعضې غزلو اصلاح هم کړې ده او دادب په ښه بده هم هغوى وخت په وخت زما رهنمائى کړې ده. هغوى دعمر خيام درباعياتو هم ډير ښائسته ترجمه کړې ده او څه مختصرې افسانې ئې هم ليکلى دى. خو خدائى خبر چې دغه هر څه چا سره دى اوس

خدايه څه شو هغه ښکلى ښکلى خلق

په ظاهر په باطن سپين سپيځلى خلق


0 comments: