دايوه تورېالۍ اومبارزه افغانه وه چې پرافغانستان باندې د انګريز په دوهم يرغل کې يې د وطن دخاورې اوملي نواميسو څخه په ډيره دلاور ۍد فاع کوله.
افغاني ښځې نه ېوازې په شهامت او وطن دوستۍ مشهورې دي بلکه ددوې ېوشمېر لکه دویه، رامنی، شخنزاری، صورقه،موله او داسې نورې دافغاني کلتور او فرهنګ دسترعلمبردارانو څخه ګڼل کېږي او دسیمې دثقافت او کلتور مهم بابونه جوړوي. دغازي ادې اصلي نوم شبیعه وه ، په کلي اوکورنۍ کې دالماسۍ په نامه مشهوره وه. دا دهیواد د جنوبي سیمي کټواز اوسیدونکې وه او په خټه سلېمانخېله وه . دغازي ادې کورنۍ زېاتره په کوچیتوب ژوند کاو، دسرحدي سیمو دې خوا او ها خوا ته به تله او راتله. میړه ېې حبیب الله نومېد لو چې خلکو به حبیب اکا ورته وایه. همدا شانې وروسته دډېرې سپینږرتیا له کبله لوې اکام هم باله کېده. غازي ادې دښاېستې دمور په نامه هم پېژندله کیدله. غازي ادې جګه ونه، ګروړهډوکي، قوي غړي درلودل ویښتان او کوڅۍ ېې شناوې، تورې او جزابی سترګې ېې دلیرې ځلېدلې.دغازي ادې کورنۍ دملي روایاتو او قومي سجیوسره ډیره مینه اوپابندي درلوده دوطن دوستۍ، قومولۍ ملي شهامت هسکه نمونه ګڼله کیده. ([1])
هغه وخت چې دانګریز قواوې خوست ته ننوتې، نو دسلیمانخیلو دټبر اوخوست دشاوخوا سیمو یوزیات شمیر غازیان دخوستیانو په مرسته دانګریزانو په مخالفت ودریدل یو شمیر زاړه خلک او زړې ښځې چې کافي اسلحه ېې نه درلوده دخوراکي شیانو دوړلو او راوړلو له پاره په دې ملي سفرکې شامل شول. که څه هم دخوست په جنګ کې ېې زیات بریالیتوب په نصیب نه سو، خود پیوار دکوتل په پیچومو کې ېې انګریزانو ته ډیر مالي او ځاني تاوانونه ورسول. انګریزانو دتوپو، ټوپکو او داسې نورو اسلحو تفوق درلود ، خو بیاهم غازیانو په ډیره میړانه دوطن دننګ او ناموس څخه مدافعه کوله غازي ادې په جنګ کې دملي مدافعینو مورچو ته باروت او مردک رسول او په خپلو قوي اوږو سره ېې داوبو مشکان چلول. په دغې ملي مبارزې کې دغازي ادې میړه او ځوان زوې دپکتیا دیو شمیر نورو ملي مدافعینو سره شهیدان سول. دغې حادثې ددې په عوض کې چې دغازي ادې روحیات ضعیفه کړي او داژړانده وګرځوي باالعکس ددې ملي احساسات او انګریزانو څخه دانتقام اخستلو جذبه په شور را وستله په ډیر صبر، متانت، حوصله اومیړانه ېې دخپل ځوانیمرګ زوې توپک اوقطار وزنه چې دانګریزانو دلښکر وڅخه ېې په شبیخون او داړه کې اخستي وو راواخستل او په مستقیم ډول ېې دوطن ددفاع اوملي نوامیسو په ساتلو کې برخه واخسته دپیوار، دلوګر دخوشي، چهارآسیا او سنګ نوشتې په غزاو کې ېې دومره دلاوري میړانه اوملي شهامت ښکاره کړ چې دنورو ملي مدافعینو دننګ او غبطی احساسات په ښور راوستل. په کومې جبهې کې به چې غازي ادي ګډون کاو، هغه به هرومرو بریالۍ کېده. ددغو ملي مبارزو تورو او یوړیانو داستعمالیدوله کبله دغازي ادې څخه داسې ماهره نوښان وشتونکې جوړه سوې وه چې هیڅ فیر به ېې نه خطا کیدلو.
دسنګ نوشتې په ملي مبارزه کې چې ددښمن قواوې د دوواړو خوا و ،یعنې جنوبي او شرقي پلوه سره یو ځاې سو ې وې او شمېر ېې زیات او قوي معلومېدلو، ملي مبارزین ددې دپاره چې زړه ېې ونه لوېږي او په عزم کې ېې خلل پېښ نه شي، دجنګ دمخه ېې ېوه غونډه وکړه او ددغې غونډې په نتیجه کې دافېصله وشوه چې په هیڅ ډول سختو شرایطو کې ترڅوچې مرې باید دجنګ میدان پرې نه ږدي څو فاتح او شهیدان شي. په دغه وخت کې غازي ادې دملي مدافعینو دغونډې څخه ولاړه سوه، لاسونه ېې دآسمان خواته پورته کړل په ډیر عجز او زارۍ دلوې خداې څخه وغوښتل: چې آ لویه خداېه! ته پوهیږې چې پروطن باندې غلیم راغلی دی زموږ ټول ملي مفاخر اوقومي ژوندون په خطر کې لویدلی دی ددې سره چې زه ستا درضا اوقوم د خدمت پرځاې کولو توان نه لرم خو ستا توفیق اومهربانۍ په دې پاکه لاره کې غواړم. په دغه مقدسه سفر که کې مې مه شرمه وه، فتح او ېاشهادت مې په نصیب کړې. ددې وروسته دغې نومیالۍ غازي ادې په ټولو ملي مرکو کې ګډون کاو، په ملي شهامت او دلاورۍ جنګیده. جنرال محمد جانخان وردک چې دغازي ادې دمیړانې اوملي شهامت څخه خبر شو ددې پرمیړانې اوقومي غیورېې افرین او شاباش ووایه ، دیته ېې دتوپخانې څخه يوآس دپوره برق سره وروبخښه او ورته وه ېې ویل: څرنګه چې ته دجنګ سفرو نه په لڅواو ېبلو پښو کوې او ډېره زهیره شوې ېې، وېرېږم چې دملي مرکې څخه ونه لوېږې دغه آس واخله او دسفر په وخت کې ېې استعمالوه او هم دغه ېو شاطر به ستاد آس ساتنه اوپالنه کوي.دغازي ادې ملګري اوکورنۍ دجنرال ددغې هدېې څخه ډېر خوښ شول دجنرال غیرت اوهمت ېې وستایه. خو غازي ادې مخ ورواړاوه او په تبسم سره ېې ورته وویل: ستاسو وینا واقعیت لري، خوزه به سبا دخپل شهید میړه او زویه خجله یم او ماته به وواېي چې ستاځان ترموږ علاوه او شیرین و چې دآخرت سفر پلی نه کوې؟ نو ځکه ېې دآس اوشاطر دمنلو څخه عذر وغوښت او ډډه ېې ځنې وکړه.
غازي ادې دقلعه قاضي څخه د چهاردهي په لورې دلښکر و درهی کیدلو او علي آباد ته درسېدلو په اثنا کې کله دلښکرو ترمخه کله ترشادنورو ښځمنو ملي مبارزینو دتنزېمو لو د پاره حرکت کاو اودجهاد اوغزا په ملي لنډیو سره ېې دملي مبارزینو او ښځمنو غازیانو روحیات قوي ساتل، ددوې ملي احساسات اودقومولۍ جذبات ېې راپارول.
افغانستان درقرن 19 په دی هکله داسې لیکي:- (... زنها در دهات چهاراسیاب وچهلستون از سربامها باکوزه ونغاره برسپاه انګلیسکه از کوچه ها وباغها می ګذشتند حمله میګردند ودر معر که ملی سهم میګرفتند...)([2])
عین الوقایع دکابلیانو او دهغو دښځو دملي شهامت او وطن دوستۍ ستایلو په ضمن کې داسې واېي:- (... چګونه یک ګروه بی سرو بدون اسلحه حسایی با توپ وتفنګ با انګلیسها مقابله کردند وچګونه تعداد زیاد زنها اب را درمشګها برای غازیها در کوه میرسانیدند در بین غازیها که انګلیسها را بعد از شش ساعت جنګ از کوه اسمایی راندند چهار صد زن وجود داشت و83 نفر انها شهید شدند...) ([3])
دقلعه قاضی دغزا وروسته دقرغ په غره کې چې دانګریزانو دلوې قوا په مقابل کې شدید جنګ ونوښت په دې جنګ کې ملي مبارزینو زیاته میړانه وکړه، ددښمن له قواو څخه ېې دقوماندان فریدریک رابرتس پرته نو رڅلويښت سپاره ټول ووژل غازیانو دشیر درو ازې او علي آباد ټول مهم ځایونه او کلي ونیول او انګریزان ېې دشیرپور په کلاکی محصور کړل. ملي مبارزین او قومي غازیان چې دغازي ادې په مشرتابه جنګیدل اودرې سوه ګامه پاته وچې کلاونیسي په دې وخت کې یو دم دغازي ادې ملي شعارونه او دتکبیرو آوازونه کرار شول، هغه وخت چې ېې کلاونیوله که ګوري هلته غازي ادې دشاه پرتخت لویدلې اومخ ېې داسمان لورې ته ګرځولی ؤ، له سینې اوخولې څخه ېې وینو دارې وهلې اورنګ ېې یو مخ ژړګرځیدلی ؤ. اونور ېې دژوند هیڅ امیدنه و، توپک ېې بل چاوړی و اوسرنیزه ېې اړخ ته پرته وه څرنګه چې ملي مبارزین دچټک مارش اویرغل په حالت کې وو، نو ېې مرسته ورسره کولای نه شوه . معتبر ملي روایات واېي چې ددغې ننګیالۍ (غازی ادی) قبرد دغه غره په ډډه کی دی.
ارواښاد غلام جیلاني اعظمي دغازي ادې پر ژوندانه او ملی مبارزو مرحوم قیام الدین کپتان له خولی چی په دغه ملی معر کی ددی سره ملکری وو اولیکی:- (... خاص درمحاره به مهم قلعه قاضی خانم ازطایفه سلیمان خیل کتواز بطوری داد شجاعت ومردانکی را داد که به نیروی همت وحرکات جریت اوری وی مردان ان معر که خیلی قوی دل شده و فوج فرنګی رادر ظرف او قات قلیلی تارومار ومنهزم ګرد انیدند، درخاتمه این حرب مرحوم محمد جان خان خانم من کوره را مورد شفقت ومراحم خود قرارداد. از هویت ان جویا وبطور یکه خودم شخصا دران معر که حضر بوده به انچه ازین غازیه شریفه دیده وحالات ګذشته انرا از زبان یک ازمهمترین ملکان سلیمان نخیل که وطندار خانم وشامل ان جهاد بود و به جنرال توضیحات میداد شنیده ام قرار اتی عرض وتوضیع میدارم:- انی خام شبیعه معروف به غازی ادی دارای قامت بلند استخوان بندی وترکیت قوی وعضلات واعصاب محکم بود، چهره داشت ګندمی وزلفهای ماش وبرنج چشمان درشت وسیاه ولی خیلی جزاب وګونهای قرمزو سیمای برافروخته خیلی عصبانی که شخص از هیبت سیمامخصوسا تاثیرچشمان زننده تاب مقاومت نظاره را برروی او نمیتوانست یااینکه به قول ملک ریش سفید قریه از عمران بن خانم تخمینا شصت سالی منقضی شده بود ولی مروراین شنین جز سفیدی مقداری از موها ودیګر نفودی درسیماوطراوت این خانم ننموده خیلی بنظر تازه و جوان معلوم میګردید، قدوقامت و ترکیب قوی مخصوصا لباس سراپا سیاه وچهادر قطیکه خانم هاموهای سرخودرا به ان مستور نموده وچادر سیاهیکه بطور سه ګوشه بالای ان چهارقط انداخته ودر ګوشه جناحین را ازعقب سر کشیده کمر بسته بالای ان دستار سیاه ی را پیچیده کار دیزرګی را در یکطف کمر خلانده تفنګ پناپر مشهور به (مکی) که قرار روایت همکار انش درمحابه کوتل پیوار بدست فرزند شهید این خانم بطور غنیمت از فوج دشمن افتاده بود به دوش خود حمایل کرده قطار کار طوسهای مرمی این تفنګ رابه ګردن حمایل ساخته بود نیزه از چوبهای بلوط دردست میداشت که درسر این چوب سر نیزه نفنګ خود را خلانده ودراخر تیغه آن سر نیزه پیرق کوچکی سه ګوشه از پاچهای الوان وصل نمود. دراخر ان چوب نیغه کوچک دیګری راوصل کرده بود که به وسیله این نیغه ګاهی ودر موقع لزوم ان نیزه یا بیرق خو را به زمین میخلاند چپلیهای مشهور علف مزری در پای مینمو دروی همرفته قدوسیما ولباس واسلحه این خان شجعه رابا وصف جریت ها اراد های قویه اش که در هر میدان از خود ابراز نموده بود خیلی در انظار مبارزین وهمقطاران مهیب ومحترم وبسی مو قر ویاتمکین نشان میداد...) ([4])
د جنګ د وخت پرته ه غازي ادې داردوڅخه لرې په یو ګوښه ځاې کې پټه ناسته وه هغه ملګري به چې د دې دحال څخه له نژدې خبرو ویل به یی: دا زیاتره وخت روژه وي اوخپل وخت په لمانځه او دقران مجید په تلاوت تیروي، دجنګ د شروع په وخت کې په هغه وخت چې د نظام دراټولو لو طروم به وهل کیدی دابه دقهر جنې زمرۍ په شان په تکبیر او ملي شعارو دلښکرو په مخ کې دریده او په جنګ کې ېې د خپل توپک په ډیر مهارت او اهلیت استعمالاو نور غازیان به ېې پراوربل کولو او دښمن باندې وردانګولو ته تشویقول کله چې وپوهیده دتعرض او پیشقدمۍ موقع ده ددې سره چې به له هر یخوا ډزی باندې کېدلې بیاهم نه وارخطا کیده او ددښمن سنګرونه ېې یو په بل پسې ځنې نیول.
غازي ادې ته که افغاني ژاندارک لقب ورکړه شي ورسره ښایږي .دقلعه قاضي دچهاردهي دکوه قرغ،اسماي غره په ملي مبارزو کې ملي مبارزین او غازیان ددغې مړنۍ ښځې دپلان اونقشې له مخې بریالي کیدل، که نه ددښمن دجګ خولو توپو د ډزو اوملی مبارزینو په ابتداېي وسلو سره ددې امکان نه وه چې بری ترلاسه کړي غازي ادې په غزیان دیرغل کولو په نیت په یوګوښه ځاې کې درول، جنګي تکتیکونه اومهارتونه به ېې ورښودل اوملي احساسات به ېې راپارول، کله به ېې ملي مبارزین په عملي صورت ددښمن سنګرو ته رسول او کله به ېې دپایڅورانو تنظیم او ترتیب کاو.
لنډه داچې غازي ادې دافغانانو مخصوص ښځمنه طبقې دوطن دو ستۍ او ملي شهامت برجسته مثال اوعالي ثبوت دی.
[1]دمرحوم غلام جیلانی اعظمی له یاداښتو څخه چی هغه دغازی ادی دیو مجاهد ملګری کپتان قیام الدین له خولی څخه دغازی ادی هویت اوملی شهامت بیانوی.
[2]سیدقاسم رشتیا - افغانستان در قرن 19 صفحه 457 طبع 1345 کابل
[3]عین الوقایع – 90- 83 مخ
[4]مجله آریانا – 1326 هـ ش – شماره اول سنبله
thepukhtunkhwa.blogspot.com