Geo news

Friday 5 July 2013

په پښتو ژبه کښې رباعۍ

په پښتو ژبه کښې رباعۍ تاريخ - ليک پروفيسر جهانزيب نياز


 مولانا شبلي نعماني دَ شعر الحجم پۀ اولنۍ حصه کښې دَ فارسۍ دَ رباعۍ پۀ حقله ليکي چې يعقوب صفار څوک چې دَ خاندان صفاريه مؤسس وو، يو ځل دَ خپل ماشوم ځوې سره ناست وو، ماشوم دَ غوزانو (اکوړو) سره لوبې کولې، دې لوبې ته جوختاپاک وائي ـ او پلار ئې پۀ څۀ بل کار کښې مشعول وۀ ـ دې ماشوم به دَ يو پانکي نه کتۍ(کوتۍ) ته دا غوزان غورځؤل ، خو دا کتۍ دَ پانکي نه لږه لرې وه نو ځکه به دا غوزان آخوا دېخوا غورځېدل خو کتۍ کښې به نۀ پرېوَتل، آخر غوزان کتۍ ته غوزار شول، نو يو غوز پکښې پۀ مزه مزه پۀ ارغړېدو ارغړېدو کتۍ ته پرېوتوـ دې کښې دَ ماشوم دَ خلې نه بې ساخته دا موزونه مصرعه اووته ـ غلطان غلطان همی رود طالب گور يعقوب صفار چې دَ خپل ماشوم زوې دَ خلې نه دا بې ساخته مصرعه واورېده نو ډېره ئې زړۀ ته پرېوته، يعقوب صفار شاعران راؤغوښتل، دَ دې مصرعې دَ بحر پوښتنه ئې ترينه وکړه،شاعرانو وئېل چې دا خو بحر هزج دے خو تر دغه وخته پۀ فارسۍ کښې چا پۀ دې بحر کښې شعر نۀ دے ليکلے، دۀ ورته ووئېل چې دې سره درې موزونې مصرعې نورې وليکۍ چې دا څلور شي، هغوۍ ورسره درې مصرعې نورې برابر کړې او دغسې پۀ فارسۍ کښې دَ رباعۍ ابتدا ؤشوه پروفيسر جهانزيب نياز از ديوان خوشحال خان خټک دويمه حصه (رباعيات) محکمه ثقافت خېبر پښتونخ
thepukhtunkhwa.blogspot.com

0 comments: